په غزني کې کلیوال ملګري ټولنې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ولمانځل

د سې شنبې په ورځ په غزني کې مدني، فرهنګي او ټولیزې ټولنې کلیوال ملګري ټولنې ۲۱م فبروري د مورنیو ژبو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترځ کې ولمانځله، په دغه غونډه کې چې د دغه ټولنې په دفتر کې جوړه سوې وه ډیری کسانو په کې کډون کړی وو او ځینو یې ویناوې وکړې، وینا کوونکیو په مورنیو ژبو د زدکړو په اهمیت رڼا واچوله او له دولت څخه یې غوښتنه وکړه چې د مورنیو ژبو د خوندیتوب له پاره کار وکړي او په افغانستان کې د پښتو او دري ژبو ترڅنګ د ټولو میشتو قامونو د ژبو د ژوندۍ ساتلو له پاره لاس په کار سي.

په دغه غونډه کې چې مزمل هوتک د قران مجید په سپېڅلو ایاتونو سره پیل کړه او باري حمیدي یې د دریځ چارې پر مخ بیولې د کلیوال ملګري ټولنې ریيس لیکوال او ژباړونکي انعام الله ګوهر وویل: د مورنۍ ژبې پراختیا د ملي یووالي د ټینګښت لامل ګرځي او دا چې مورنۍ ژبه د ماشوم د سالمې ذهنې روزنې، پرمختګ او خلاقیت لپاره مهمه وبلل شوې ده، له خو بده مرغه چې د نړۍ د ځینو نورو برخو په رنګه په افغانستان کې هم د مورنیو ژبو ساتنې او پالنې ده د دولت له لورې هیڅ کار نه دی شوی.

لیکوال او ژورنالیسټ حبیب الرحمن تاثیر په دغه غونډه کې د دغې ورځې د غونډې ګډونوالو ته د ورپېژندلو تر څنګ وویل: دا چې پاکستان په پاکستان کې لکه په اوسنیو مېشتو قامونو پښتنو، بلوڅو، سندهیانو او نورو محکومو قامونو پر بنګالیانو هم د پردۍ ژبې منل او تپل غوښتل، خو بنګالیان د وخت د حاکم محمدعلي جناح په وړاندې د ازادئ د غوښتلو ترځنګ د پردۍ ژبې اردو نه ویل هم پر ځان حرام وګڼل او د وینو په بدله یې هم ازادي ورڅخه واخیسته او هم یې خپله بنګالي ژبه د ملي، دفتري، کاروباري، عدالتي او نصابي ژبې په توګه پر ځای وساتله، خو په پاکستان کې پاته قامونه له دغه ستر نعمت څخه بې برخې شول.

په غزني کې د کلیوال ملګري ټولنې له لورې په جوړه شوې دغه غونډه کې په غزني کې د خبریالانو د ټولني پخواني مشر لیکوال، ژورنالیست او شاعر اسدالله بلهار جلالزي هم د دغه ورځې په اهمیت او ارزښت یوه په زړه پورې وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: په مورنۍ ژبه لیک لوست او زدکړه، ماشومانو ته دا توانايي ورکوي چې په علمي برخه کې پرمختګ وکړي او د خلاقیت صلاحیتونه ولري.

دا چې اوس د دغې ورځې مانا او لمانځل تر بنګالیانو پورې محدود نه بلکې ټولې نړې ته وغیده او یونېسکو هم په نړیوالو ژبو د زدکړو ټينګار کوي، نو په غزني کې د لیکن ښوونیز مرکز مشر امان الله افغان هم په خپلو خبرو کې ویل: که انګلیسي یوه نړیواله ژبه ده او د نړۍ ډیری خلګ ورباندې پوهیږي، خو مورنۍ ژبې له پامه غورڅیدل هم په علمي پرمختګ کې د پاته کیدو سبب جوړیدی سي.

په دغه غونډه کې د ، قدرت الله نرمیوال او مرتضی وردګ ترڅنګ ځینو نورو کسانو هم وینا وې کړې، یاده دی وي چې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ هر کال په ۲۱م فبروري په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.

نوشته شده در چهار شنبه 4 اسفند 1395برچسب:,ساعت 17:12 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

څنګه چې ویل کیږي ځینې شاعران او سندرغاړې په خپلو شعرونو او سندرو کې اخلاقي فساد خپروي، نو ځیني د نظر خاوندان بیا وايي: ځینې شاعران او سندرغاړي په ځانګړې توګه ښځینه سندرغاړې په خپلو بې مانا او بې مفهومو سندرو ځوانان د مخدره موادو کارولو ته هڅوي.

 

 

دوی وايي هغه ښځینه سندرغاړې چې په خپلو سندرو کې د سیګریټو، چرسو او یا شرابو صفتونه کوي، ځوانان د بیلارۍ لوري ته بیايي او دغه سندرغاړې نه شعر، نه موسیقي او نه هم د اصیلې موسیقي د اصیلو اوریدونکیو ذوق ته ګورې، بلکې د یو څو متعدانو له پاره چې څه په خوله ورځي وايي يي.

شاعر او لیکوال اجمل بلهار جلالزي وايي: دغه سندرغاړې چې د مخدره موادو سندرې وايي لومړی خو دغه شاعري ته موږ شاعري نه شو ویلای، دوهم دا چې د دغه سندرو تر ګټو زیان زیات دی، دی وايي د تعجب خبره دا ده چې په ټول هیواد کې د عامو مجالسو ترڅنګ په راډیوګانو او تلویزیونو کې شپه او ورځ دغه سندرې خپریږي خو هیڅوک یې مخنیوی نه کوي.

دا چې سندرې د ذوق د خړوبولو، د اروا د تازه کولو او خوند اخیستلو په موخه ویل کیږي او اوریدل کیږي، نو خیال محمد زماني وايي: دغې سندرې ځوانان له حقیقي، هیوادنۍ او پاکې مینې څخه ناسم لور ته بیايي، دی زیاتوي دا هغه بد اعمال دي چې په سندرو کې یې موږ اورو او ګورو، له بده مرغه څوک نه شته چې مخه یې ونیسي.

څنګه چې دا ډول سندرې او له هغوی سره نیمه بربنډه نڅا د پردي فرهنګ برخه ګڼل کيږي، نو د جانداد جهاني په نوم یو ځوان باور ورکوی چې: دغه سندرغاړې په غیر مستقیم ډول غلط پیغام خپروي، جهاني زیاتوي: له دې پرته چې ځوانان مخدره موادو ته وهڅوي اخلاقي فساد، بې حیايي او ځینې نورې غلطې لارې دی چې له دغه سندرو څخه زیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي که روږدي کسان یوځل هم په  نشه اموخته شي او هغوی یې د پرېښوودلو هڅه کوي، خو بیا یې هم همدغه سندرغاړې په سندرو کې په یوه یوه سګریټي روږدي ساتي.

 

نوشته شده در چهار شنبه 4 اسفند 1395برچسب:,ساعت 15:29 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

لیکول: حبیب الرحمن تاثیر

د فبروري میاشتې ۲۱ مه هرکال په نړیواله کچه د مورنیو ژبو د ورځې په توګه لمانځل کېږي، د دې اعلان د ۱۹۹۹م کال د نوامبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه ‎وشو چې د ګڼو ژبو او کلتورونو په اړه د عمومي شعور د بیدارولو په توګه دا ورځ ولمانځل شي، دا ورځ بنګالي ازادي غوښتنونکیو دپاکستان د ظلم او بربریت له برکته، بنګالیانو د ځان ازاد ثابتولو او له پاکستان څخه د کرکې په توګه نړۍ ته ورکړه.

په ۱۹۴۸زیږدیز کال د مارچ په ۲۱ پاکستاني ګورنر جنرل محمد علي جناح اردو ژبه د پاکستان یوازنۍ ملي ژبه اعلان کړه، خو اوسني بنګله دېشیانو ته چې (هغه وخت د پاکستان برخه وو) دا کار ناروا مالوم سو او د جناح د پرېکړې پر خلاف یې په لاریونونه لاس پورې کړ، ځکه چې هغوی خپله بنګالي ژبه په رسمیاتو، نصاب او زدکړو کې هم شامله غوښته، خو پاکستاني پولیسو د ۱۹۵۲ کال د فبروري د ۲۱مې نیټې پر سوله ییز لاریون وسله وال برید وکړ، چې د ډاکې د ملکي او طِبي پوهنتون څو تنه محصلان یې ووژل.

له هغه وروسته دغه ورځ بیا بنګالیانو هر کال لمانځله او ملګرو ملتونو ته یې وړاندیزونه وکړ چې دغه ورځ دي د مورنیو ژبو د نړیوالې ورې په توګه یاده شي، نو دا وه چې د ۱۹۹۹ کال د نوامبر په ۱۷ نېټه یونسکو په خپله یوه ستره غونډه کې دا ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونوموله، چې د بنګله دیش د ژبې د حرکت د ورځې درنښت او دوام دی او اوس هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي، خو وروسته د یونسکو په فکر ټولې ژبې د بشریت ګډ میراث ګڼل کېږي چې باید ساتنه او پالنه یې وشي او تر څنګ یې نور داسې نړیوال اسناد او اعلامیې ورکول شوې چې دا د هر ماشوم بشري حق دی چې په خپلې مورنۍ ژبه زدکړه وکړي.

دا چې پاکستان په پاکستان کې لکه په اوسنیو مېشتو قامونو پښتنو، بلوڅو، سندهیانو او نورو محکومو قامونو پر بنګالیانو هم د پردۍ ژبې منل او تپل غوښتل، خو بنګالیان د وخت د حاکم محمدعلي جناح په وړاندې د ازادئ د غوښتلو ترځنګ د پردۍ ژبې اردو نه ویل هم پر ځان حرام وګڼل او د وینو په بدله یې هم ازادي ورڅخه واخیسته او هم یې خپله بنګالي ژبه د ملي، دفتري، کاروباري، عدالتي او نصابي ژبې په توګه پر ځای وساتله، خو په پاکستان کې پاته قامونه له دغه ستر نعمت څخه بې برخې شول.

دا چې اوس د دغې ورځې مانا او لمانځل تر بنګالیانو پورې محدود نه بلکې ټولې نړې ته وغیده او یونېسکو هم په نړیوالو ژبو د زدکړو ټينګار کوي او د اسپانیا، چین، جاپان، کوریا، فرانسه، المان او ځینې نور ډېری هېوادونه خپلو ژبو ته اهمیت ورکوي او په خپلو ژبو په ویاړ خبرې کوي، نو ځینې روشنفکره طبقه په دې فکر کې ده چې که اړینه وي، نو ماشومان پرېږدئ چې په ښوونځيو کې په انګریزي ژبه زدکړې او خبرې وکړي، خو په کور کې باید په خپله مورنۍ ژبه خبرې، لیکنې او مطالعه له پامه ونه غورځوي او باید هغوی مجبور کړای شي چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي.

 

نوشته شده در سه شنبه 3 اسفند 1395برچسب:,ساعت 9:14 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

ژپاړه: حبیب الرحمن تاثیر

10/14/2016 9:15PM

 

ګرانو لوستونکو! عقيل يوسفزي د اردو ژبې اونيزې: (هم شهري) له پاره د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره دغه مرکه کړې ده چې د افغانستان او ډېورنډ کرښې اړوند برخه يې ما حبيب الرحمن تاثير ژباړلې ده.

پوښتنه: اسفنديار ولي خان صاحب! تاسو له څه مودې څخه د افغانستان د تجزيې او د نړۍ له نقشې څخه د پاکستان د پاکېدو خبرې کوئ، د دې څه وجه کېدى شي؟

 

ځواب: له حقايقو او پېښو څخه داسې ثابتېږي چې د افغانستان حالاتو پر پاکستان باندې مخامخ اثرات اچولي دي، که د بې باورۍ او پر يو بل د تورونو لګولو دا لړۍ داسي جاري وي، په ګډه او مخلصانه توګه د داعش، طالبانو او نورو مخنيوى و نه کړي او که د نړيوالو قوتونو جګړې په دغه سيمه کې روانې وې نو د افغانستان د وېش وېره به زياته وي، د هغه ځاى تاجک، ازبک، ترکمن او هزاره د منځنۍ اسيا له هيوادونو سره نزدې والې ته مجبورېږي چې د افغانستان د دغه لږکيو و سرحدونو ته نزدې پراته دي، په داسې حال کې اکثريتي ابادي يعني پښتانه په فطري توګه په پاکستان کې د خپلو پښتنو و لور ته په کتو باندې مجبورېږي او د ځپل شوې او ترهګرۍ ځپلي د ډيورنډ ترکرښې دې خواته پښتنو له پاره لاتعلق نه شي پاته کېدى، نو په دغه وخت کې نه دا چې افغانستان تقسيم کېدى شي، بلکې پاکستان هم ماتېږي، خداى دي وکړي چې داسي کله هم ونه شي، خو دا خطر په هر حال کې موجود دى، خو له دې پرته په سيمه کې د نړيوالو قوتونو د ټکر وېره هم څرګندېږي.

 

پوښتنه: تاسو څنګه پوهېږئ او احساس کوئ چې نړيوال قوتونه په دغه سيمه کې سره ټکر کېدونکې دي؟

ځواب: ځينې پېښې داسي ښيي چې په ځينو بنيادي ايشوز باندې د روسې او امريکا، د چين او امريکا ترمنځ په کړکېچ کې په تېزۍ سره زياتوالى راځي، د عراق او شام حالات او هلته د ټکرونو ماحول د ټولو په وړاندې دى، که په سيمه کې د ترهګرۍ سلسله جاري وه او ډبل ګېم روان وو، نه دا چې يواځې ټوله خطه به د عالمي قوتونو د ډغرو مرکز جوړ شي، بلکې د داعش په رنګه د خطرناکو ډلو په سرګرميو کې به هم زياتوالى راځي، په دې حال کې به د داعش په هغه بڼه کې هم زياتوالى راځي چې له خلګو به د طالبانو او نورو ډلو ظلمونو هېر شي، څرکندېږي چې ترهګري به لومړى د هندوکش له دوهم لوري څخه پيلېږي، دا ډېره خطرناکه اشاره ده، د افغانستان حالات چې څنګه په تېزۍ سره خرابېږي په هغه کې د نړيوالو لوبغاړو لاس او کردار نه شي نظرانداز کېدى، که د نړيوالو قوتونو لوبه جاري وه، نو له امله به يې پاک چاينا اکنامک کاريډور پروژه هم په خاورو کې خاورې شي، د دغه پروژې د پرمخ وړلو له پاره ضروري ده چې په افغانستان کې سوله او ارامي راشي، ځکه چې له دې امله تر منځنۍ اسيا پورې دا لاره تلونکې ده، د دغه پروژې يوه موخه د چين د هغه سيمو ترقي او پرمختګ هم ده، چېرې چې هغه په خپله له ترهګرۍ سره مخ ده، لنډه دا چې که په سيمه کې امن ټينګ نه شي، نو ددغې پروژې راتلونکى هم له زيات خطر سره مخامخ ده.

 

پوښتنه: په دغه ټول صورتحال کې تاسو د چين کردار ته په کوم نظر ګورئ او د ترهګرۍ حل لاره څه ده؟

ځواب: د چين کردار بېخي مهم دى، د هغه له اهميت څخه انکار نه شي کېدى، په سيمه کې د امن له پاره تر امريکا خلګ پر چين زيات باور کوي او سوله د چين د ګټو د خوندي کولو له پاره هم ضروري ده، دا د خوښۍ ځاى دى چې چين په دې ضمن کې متحرک شوى هم دى او د خپل کردار د ادا کولو کوښښونه هم کوي، که نړيوال قوتونو په خلاص نيت د سولې مذاکراتو ته نوبت ورکړ د سولې، روغې، جوړې ترڅنګ يې د ترهګرو خلاف په موثر عمل لاس پورې کړ، نو د دې خبرې امکان دى چې امن ټينګېدى شي، د دې مقصد له پاره د چين اثرناکه کردار بېخي د اهميت وړ ده، شرط دا ده چې د (پراکسي وارز) او ډبل ګېم خاتمه وشي، تر کومه ځايه چې د ترهګرۍ د مسلې د حل تعلق دى، د دې لپاره له نړيوالو قوتونو څخه پرته د افغانستان او پاکستان په يوه ميدان باندې راتګ دى، زما په خيال د دې کيلي اوس له څلور کسانو يعني، نوازشريف، راحيل شريف او له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره ده، پوښتنه دا ده چې: د ٢٠١٤م کال په دوران کې د دواړو هيوادونو تر منځ چې کوم (انډرسټينډينګ) جوړ شوى وو هغه ولې ختم شو؟ مفاهمت او بې باوري رامنځه ته شوه، زه يو ځل بيا په تکرار سره دا خبره کوم چې: امن او استحکام يواځې د افغانستان نه بلکې د پاکستان له پاره هم ضروري ده، تر څه وخته چې موږ په دې پوهه شوي نه يو تر هغې پورې په سيمه کې سوله نه شي راتلى.

 

پوښتنه: ايا د پاکستان په افغان پاليسي کې د ډيورنډ د کرښې په اړه هم کوم کردار يا کړنلاره شته؟ او دا چې ته او افغانستان په کوم دليل د ډيورنډ کرښه د يو مستقل سرحد په توګه نه تسليموئ؟

ځواب: دا خو ما ته نصيرالله بابر په خپله ويلي وو چې: ما يو ځل ملاعمر ته ويل: که تاسو د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژنئ، نو ټولې ستونځې به هوارې شي، د بابر په خبره: ملاعمر ته له دې خبرې کولو سره هغه خبرې بس کړې او له خونې څخه د باندې د وتلو په حال کې يې راته وويل: په پښتني ټولنه کې له خپلو مېلمنو سره داسې سلوک کول بېخي ناروا عمل دى، مګر دغه سلوک د هغه طالبانو له لېډر سره کېږي چې نصيرالله بابر او ځينې نور کسان يې خپل بچى ګڼي، زما په نظر د ډيورنډ کرښه د يوه مستقيم سرحد په توګه د ګڼلو  خواهش يو لېونتوب دى او موږ بايد له هرې دا ډول هڅې څخه تېر شو چې وايو دا د پاکستان او افغانستان ترمنځ منلې سرحد دى، له دې څخه پرته دا چې زه او افغانستان په کوم دليل د ډيورنډ کرښه د يو مستقل سرحد په توګه نه تسليموو؟ دا ټولو ته مالومه ده چې دا يوه متنازعه ستونځه ده، داسې يوه متنازعه زموږ له هندوستان سره هم روانه ده، موږ له هندوستان سره، سرحد ته (کنټرول لاين) وايو او دا موږ په نړيواله توګه ځکه نه شو تسليمولاى ځکه چې دا يوه تنازعه ده او موږ کشميريان نه شو خپه کولاى، که موږ دا بارډر په نړيواله توګه نه شو تسليمولاى، نو موږ به د ډيورنډ کرښه څنګه منو.

 

پوښتنه: تاسو ځينې وخت د امريکا په پاليسيو او يا کړنو باندې هم نيوکې کوئ، د دې څه وجه ده.

ځواب: که د ډاکټر نجيب الله د حکومت له پاى ته رسېدو څخه وروسته امريکا له افغانستان سره لا تعلقي اختيار کړې نه واى، نه به طالبان پيدا شوى واى، نه به القاعده په وجود کې راغلې وه او نه به اوس د داعش له خطر سره مخامخ واى، تر دې له مخه چې امريکا زياتى دا وکړ چې هغې په تاريخ کې په لومړي ځل افغانانانو ته د افغانيت يا وطن پرستۍ پر ځاى د مذهب په نوم د جنګولو لپاره ټوپک په لاس کې ورکړ، هغې د خپلو اتحاديانو سره يو ځاى په پښتنه ټولنه کې د حجرې او جرګې کردار ختم کړ، ماجت او مدرسې ته د پرېکړو واک يې ورکړ، چې له دې سره ټول پښتني چوکاټ مات شو، که په افغانستان او قبايلي سيمه کې حجرې او جرګې خپل مضبوط کردار ترسره کړى واى، نو د دغې سيمې حالات قطعا نه بدلېدل، په بدقيسمتۍ سره په دغه لوبه کې د حجرې او ماجت کردار بدل کړاى شو، د کوم پايله چې موږ د بدترينې ترهګرۍ او انتهاپسندۍ په شکل کې وليده او تر اوسه يې وينو، که امريکا بيا هم دغه د لاتعلقي والا رويه خپله کړي، نو لويه تباهي به رامنځ ته شي.

 

پوښتنه: له څه مودې څخه وروسته ډېر فعال او متحرک شوي ياست، د دې خاص وجه څه ده؟

ځواب: موږ چې له دوه زره اوه څخه وروسته له کومو حالاتو سره مخامخ يو او په دغه موده کې مو د عوامي نېشنل ګوند په سلګونو کارکوونکي او مسوولين شهيدان شوي او پر ما باندې په خپله هم ځانمرګى بريد شوى دى، الميه دا ده چې زموږ يواځې مشران او کارکوونکي نه بلکې بې ګناه کسان مو په کې وژل شوي دي، نو له دې څخه پرته بله کومه لاره نه شته، ما نه بلکې ما د خپلو ملګرو په مشوره خپل سياسي فعاليتونه لږ سوکه کړي وو، په دغه حالت کې عوامي نېشنل ګوند ته زيات زيان هم اوښتى دى، خو موږ د هغوى پروا هم نه ده کړې، دلته که ښکاره خبره وکړم چې د دوه زره ديارلسم په ټاکنو کې د نورو له پاره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فخر الدين جي ابراهيم وو او زموږ له پاره دا کردار حکيم الله محسود ترسره کاوه، چې پايله يې دا سوه چې موږ او د خپلې پارټۍ کارکوونکي تر اولس پورې نه ورسېدل، د پخوا په پرتله اوس حالات لږ څه ښه شوي دي، زه او س د پارټۍ تر کارکوونکو پورې تلى شم او د ګوند په هلو ځلو کې مو هم لږ ژوند پيدا شوى دى، اوس دونيا ته دا ثابته شوې ده چې عوامي نېشنل ګوند يو لوى طاقت دى.

 

نوشته شده در دو شنبه 2 اسفند 1395برچسب:,ساعت 9:56 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

لیکوال حبیب الرحمن تاثیر

 

څلوېښت کاله وړاندې پاکستان په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدینو په مرسته د جهاد په سپېځلي نامه د یوه داسې اور په بلولو لاس پورې کړ چې لاهم بلیږي او افغانان ورڅخه کړيږي، خو د پاکستان په لاس دا بل شوی اور د سرې اور دی او د پاکستان ترلمنې هم ښه په تندۍ ورسید، چې اوس یې د زیارتونو او جوماتونو ترڅنګ نه ورڅخه مقدسات محفوظ دي او نه نامشروعات، بلکې یو ځای هم ورڅخه خوندي نه دی، خو هغه وخت لا هم پاکستاني او نړیوالو سیاسینو له پاکستانه د مشورې په توګه د دغه اور د قابو کولو غوښتنه وکړه، خو پاکستان او د دغه هیواد استخباراتي کړیو ته دا خبرې ټوکې ښکاره کیدلې.

 

له تیرو پنځو ورڅو څخه د پاکستان په بیلا بیلو سیمو  کې بمي چاودنې، ځانمرګي بریدونه او وسله والې حملې کېږي چې د پاکستاني امنیتي سرتیرو ترڅنګ په سلګونو ولسي هم خلګو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د پاکستان دولت یې تور په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه  په افغانستان او هندوستان ورتپي، خو ډیری سیاسي مبصرین دا کار په خپله د پاکستاني استخباراتي ادارو بولي او وايي: د ځینو شخصي ګټو او ناسمې پالیسۍ په موخه یې دغه کار ته ملاتړلې ده، خو د ډیری هغوی بیا په دې نظر دي چې پاکستان ځان دا امریکا د نزدې والې په موخه د ولس په وینو لړلی دي او دا فکر ورکوي چې ګویا ترهګري په پاکستان کې د ګاونډیو له لورې کیږي.

 دغه مبصرین او سیاسي شنونکي په دې باور دي چې: پاکستان د نړۍ او نړیوالو په سترګو کې خاورې ورشیندي او د خپلو اولسونو په وژلو سره امریکا او د امریکا نوې ادارې ته ځان ورنزدې کول غواړي، خو امریکا په دې پوهه شوې ده چې پاکستانه! په خپل کچکاله کې دي خاورې دي، تاسو به خبر یاست چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جان نېکلسن د امریکا د متحده ایالتونو د سنا د مجلس د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته د خپلې استماعیه وینا  پر مهال وویل: د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې پټنځایونه په کوټه کې او د پاکستاني استخباراتي ادارو تر ږیره لاندې فعالیتونه کوي، نو دا باید له منځه یووړل شي نو پاکستان له هغه وروسته په هیواد کې د خپلو ولسونو په وژلو لاس پورې کړ، له بده مرغه چې د پاکستاني استخباراتي ادارو څلوېښت کلن کرلی کښت، د پاکستان ولسونه رېبې.

امریکا ته په سیاسي او ډیپلماټیکه توګه د هندوستان نزدې کیدل، د امریکا نوې ادارې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې د شتون یادونه کول او له منځه وړل او پاکستان ته په روانه جګړه کې په ښکاره د دوه مخې خطاب کول هغه څه دي چې پاکستان مجبور شو چې لومړی یې د امریکا په تور لیست کې د حافظ سعید په خپل کور کې نظربند کړ او بیا یې امریکا ته د ځان د پاک ثابتولو او د ترهګرۍ په لومه کې د بند ساتلو په موخه ځانمرګې او وسلوالې حملې وکړې، خو د دې ناکامې هڅې ترڅنګ یې وروسته په ټول هیواد کې د شمیر کسانو په وژلو هم لاس پورې کړ، هغه دا چې: د سند ایالت د سیوڼ شریف په لعل شهباز قلندر زیارت کې له چاودنې وروسته پاکستاني پوځ وویل چې: له وړمې شپې راهیسې یې په عملیاتو او چاپو کې تر سلو زیات ترهګر وژلي او په ګڼ شمیر کې مشکوک کسان یې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د امریکا مشهورې ورځپاڼې (وال سټریټ ژورنال) د خپل یوه مشور کالم لیکونکي سدانند دهوم یو کالم خپور کړی وو چې په کې لیکلي وو: د پاکستان لپاره د امریکا د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده، ځکه چې پاکستان هر وخت امریکا او نړۍ ته دوکه ورکړې ده، دغه ورځپاڼه لیکي:  امریکا په ډیره بیړه د پاکستان له پاره بې صبره کیږي، تاند انټرنیټي پاڼې د وال سټریټ ژورنال له قوله لیکلي چې: د ټرمپ د ترهګرۍ ضد اجندا دا معنی لري چې اسلام اباد به بیا داسې په اسانۍ سره ترهګرو ته د ځای ورکولو او ورسره مرستې کولو له مسئلې څخه ځان خلاص نه کړي.

 

نوشته شده در شنبه 30 بهمن 1395برچسب:,ساعت 17:2 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

پکتیکا د افغانستان له مرکزي ولایتونو څخه هغه ولایت دی چې د (ډاکټرې هما) له تګ څخه وروسته په ټول ولایت کې یوه ښځینه ډاکتره هم نه لري او د ناسمو دودونو له امله یې د میرمنو درملنه یا هم د ځینو قابلګانو له لورې کیږي او یا یې هم ډیری میرمنې بې علاجه له خپلو ناروغیو څخه کړیږي.

مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعین او اولسي خلګ وايي: په ټوله پکتيکا کې يواځې يوه متخصصه ډاکټره او بیا د هغې د تګ له امله يې د دغه ولايت د ښځو د روغتيا په برخه کې ستونزې او ننګونې زياتې سوې دي، خو ځینې کسان بیا وايي چې د سیمې خلګ نه په خپلو لوڼو درس وايي او نه هم له نورو خلګو په ځانګړې توګه ښځینه ډاکټرانو سره وړ چلند کوي.

په پکتیکا ولایت کې یوازینۍ متخصصه ډاکټره هما وايی: په کاري چاپېریال کې ستونزې د دې لامل سوې چې له دندې استعفا ور کړي، د کابل د پغمان اوسېدونکې ۳۹ کلنه هما وايي: ۱۴ میاشتې مخکې له خوست څخه په دې هیله پکتیکا ته لاړه چې د لرې پرتو سیمو د ښځو خدمت وکړي، له بدغه مرغه چې پاتې راغله.

څنګه چې ځینې کسان ټینګار کوي چې تر څو پورې په دغه ولايت کې د مېرمنو په برخه کې عامه پوهاوى زيات سوی نه وي تر هغې پورې به د ښځو ستونزې همداسې دوام مومي، نو تکړه خبریاله سرینا احساس وايي: په ټول ولایت کې د ښځینه ډاکټرې نه شتون، لویه ستونځه ده، د هغې په خبره: هر وخت باید څوک پردۍ رڼا ته نه کښینې بلکې د ځان له پاره کار وکړي، هغه دا چې په خپلو لوڼو سبق ووايي د خپل ولایت ډاکټرانې ولري، همدغه یې د ستونځو د حل لاره ده.

دا چې دې ولایت ته د روغتیا وزارت نه پاملرنه هم یوه جدي ستونځه ګڼل کیږي او روغیتا وزارت د نیستۍ سندرې وايي، نو نیک محمد عابد وايي: د روغتیا وزارت په قصدي توګه نه غواړی چې په دې ولایت کې دي د ښځو د روغتیا ستونځه هواره سي، دی وايي د دغه وزارت د نوي سلنې بودیجې د نه مصرف له امله د دغه وزارت وزیر سلب صلاحیت شو، خو بیا هم دوی د نیستۍ ډول وهي، که رښتیا د روغتیا وزارت کار کول غواړي نو د دې ولایت ستونځه دي حل کړي.

که له يوې خوا په دغه ولايت کې د مېرمنو د پوهې کچه ټيټه ده او له بله پلوه کلتوري او سيمه ييز دودونه په کې حاکم دي چې له امله يې ډېرې مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې سوې دي، نو مدني فعال مجید ژړاند وايي: دولت دي ورته پام واړوي، لومړي دي ورته د له نورو ولایتونو څخه د مرکز او هرې ولسوالۍ له پاره ښځینه ډاکرانې راوغواړي او وروسته دي ورته د نجونو د تعلیم په برخه کې خدمت وکړي تر څو دغه ستونځه یې حل شي.

که مجید ژړاند وايي چې دولت دي د دغه ولایت د ښځو ستونځو او حقونو ته پام واړوي، نو مدني فعال مرتضی وردګ وايي: د ولایت خلګ هم باید د خپلو میرمنو د ستونځو حل په نظر کې وساتي، په زړو او ناسمو دودونو کې دي برغولی کښیږدي او د خپلو مرمینو او خپلو کورنیو ستونځه دي په پام کې ونیسي، تعلیم یې له هرې ستونځې د خلاصون لاره ده.

له دې پرته ډیری کسان وايي: د نورو ولايتونو په پرتله د پکتيکا ښځې د ژوند له ګڼو حقونو څخه بې برخې دي، چې تراوسه پورې هېچا ورته لازمه توجه کړې ده.

 

نوشته شده در جمعه 29 بهمن 1395برچسب:,ساعت 13:37 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

د تیرې دوشنبې په د پاکستاني امنیتي سرتیرو له پاره یوه خونړۍ ورځ وه، ځکه چې په څو جلا جلا پېښو کې یې تر پنځه دېرشو پورې سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته، چې لومړی په وزیرستان، ورپسې په کوټه بیا پر لاین اف کنټرو او بیا د پنجاب په مرکز لاهور کې.

 

د دغې ورځې په پیل کې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) اعلان وکړ چې د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه ته څیرمه د توی خولې د خان کوټ په زرمېلنه کې یې د سړک غاړې ماین چاودنې په ګزمه بوخت شپږ تنه سرحدي ملیشو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې چې درې تنه یې وژلي او درې نور سخت ژوبل دي، دا په داسې حال کې ده چې په دغه سیمه کې په بیا بیا همدغه سرتیرو په بمي چاودنو او وسله والو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

د جنوبي وزیرستان له پېښې څخه وروسته د کوټي په سریاب سړک تر سریاب پله لاندې د ناڅرګنده کسانو له لورې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکیو د خنثی کولو په وخت چاودنه وشوه چې په کې د میاین خنثی کولو ادارې یا (بم ډسپوزل سکواډ) غړو ته یې مرګ ژوبله واړوله، د پاکستاني پولیسو په وینا په دغه ځای کې د یادې ادارې قومندان عبدالرزاق او د هغه ساتونکی ووژل شول او تر یوه درزن پورې نور کسان یې ټپیان کړل، چې دغه ماین تر شل کیلو ګرامه پورې وزن درلود.

 

په همدغه ورځ د کوټي د پولیسو د وژلو وار وروستی نه بلکې تر دې  وروسته هندوستاني سرتیرو درې پاکستاني عسکر ټپیان کړل چې وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه وکړه، د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) خبر ورکړ چې پر (لاین اف کنټرول) یا د هندوستان او پاکستان ترمنځ په نامنل شوې کرښه د بهمبر ولسوالۍ په تهوب سیکټر کې هندوستاني پوځیانو پاکستاني سرتیرې وژلي دي، دا په داسې حال کې ده چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ ډیری وخت دا ډول پیښې رامنځ ته کیږي، چې د روانې میاشتې په اوومه نیټه هم هندوستاني عسکرو یو پاکستانی سرتیری وژلی وو.

 

د پاکستاني امنیتې سرتیرو له پاره له دغه ټولو پېښو څخه وروسته یوه بله لویه پېښه په لاهور کې وشوه چې دا کار د حیرانتیا وړ کار وو، د تحریک طالبان پاکستان یوې ډلې (جماعت الاحرار) په لاهور کې د پنجاب اسمبلۍ مخې ته ځانمرګی برید وکړ، چې د پنجابي پولیسو مشر مشتاق سکهیرا په وینا په دغه برید کې د دوو پولیس افسرانو په ګډون اته تنه پولیس وژل شوي او ډیری نور پولیس ټپیان دي چې په وژل شویو او ټبیانو کې د پولیسو ترڅنګ عام خلګ هم شامل دي، که څه هم چې تر دې وړاندې په پنجاب په ځانګړې توګه په لاهور کې ډیری دا ډول بریدونه شوي دي، خو دا په دا وروستیو کې تر ټولو لوی او خونړی برید دی چې پولیس په ځانګړې توګه د هغوی افسران په کې په نخښه کیږي.

 

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان وايي په تیرو څو کلولونو کې یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې تراوسه پورې تر څلوېښت زره زیات امنیتي سرتیرې له لاسه ورکړي دي، خو ویل کیږي چې دغه وسله وال چې له پاکستاني امنیتي سرتیرو سره په جګړو بوخت دي د پاکستان د استخباراتي ادارو روزل شوې ډلې او تروریستي کسان دي.

 

 

نوشته شده در چهار شنبه 27 بهمن 1395برچسب:,ساعت 10:4 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

د پاکستان د سندهـ ایالت ایالتي حکومت د نړۍ د قدیمو تهذیبونو له جملې څخه په سندهـ کې د تهذیب (موهن جو دړو) په اړه نړیوال کانفرنس جوړ کړ.

د پاکستان پیپلز ګوند ایالتي حکومت وايي: د دوی له لوري د دغه جوړ شوي نړیوال کانفرنس موخه یا مقصد د (موهن جو دړو) د تهذیب اهمیت نړۍ ته ورښکاره کول دي.

د دغه تهذیبي مقام د تاریخي اهمیت نړۍ ته د ورښوودلو په جوړ شوي کانفرنس کې د سندهي فرهنګپالو ترڅنګ امریکايي، بریتانیايي، جرمني، اټالیايي، سپیني، فرانسوي او د ځینو نورو هیوادونو پوهانو او ماهرینو په کې ګډون کړی وو.

په موهن جو دړو کې دغه کانفرنس چې د روانې فبروري میاشتې په ۰۹ نیټه پیل او تر ۱۱ مې نېټې یې دوام وکړ پوهانو د دغه قدیم تهذیب په اهمیت هر اړخیزه رڼا واچوله.

د دغه نړیوال کانفرنس په دوران کې ماهرینو او پوهانو د (موهن جو دړو) په اړه د هر اړخیزو ځیړنو غوښتنه وکړه او د سندهـ ایالت له حکومت څخه یې د دغه تاریخي اثاتې د خوندي ساتلو غوښتنه وکړه.

په دغه کانفرنس کې پر (موهن جو دړو) د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې او انټرنيټي پاڼې د پرانستنې ترڅنګ سندریز بنډار هم جوړ شوی وو او نڅاګرو د کلاسیکې نڅا ښکلې ننداره هم وړاندې کړه.

موهن جو دړو د سندهـ ایالت په لاړکانه ولسوالۍ کې دی، چې د هغه تاریخي اهمیت نړۍ ته د ورپېژندلو په موخه په لومړي ځل د پاکستان پیپلز ګوند بنسټ ايښوودونکي او د پاکستان پخواني ولسمشر ذولفقار علي بهټو په ۱۹۷۳ږ کال کې لومړی نړیوال کانفرنس جوړ کړی وو.

 

د امریکا د الاسکا پوهنتون پروفیسر برین ایډورډ هیم فل په دغه کانفرنس کې د وینا پر مهال، عکس اې پي پي

 

د نیویارک پوهنتون پروفیسره ریټا پتریشیا رایټ، د وینا په وخت: عکس: اې پي پي

د هاورډ پوهنتون پروفیسر رچرډ ایچ میډاو، د وینا پر مهال، عکس: اې پي پي

 

 پریکړه: په راتلونکي کې به موهن جو دړو د نڅا د یو مرکز په توګه هم پاته وي، عکس: اې پي پي

د تیرو وختو د یاد تازه کولو په موخه سندریز پروګرام هم ترسره شو، عکس: اې پي پي

په دغه کانفرنس کې نوموړو سندرغاړو سندرې وویلې: عکس: اې پي پي

نڅاګرو په خپله نڅا د ماضي یاد تازه کړ، عکس: اې پي پي

د محلي سندرو ترڅنګ په دغه کانفرنس کې عارفانه او صوفیانه سندرې هم وویل شوې، عکس: اې پي پي

په دغه سندریز محفل کې بهرنیو نړیوالو میلمنو له سندرو سره زیاته مینه وښووده، عکس: اې پي پي

په دغه پروګرام کې د سندهـ ایالت سندهي سندرې هم وویل شوې، عکس: اې پي پي

 

 

h.taseer@gmail.com           0093774425580

 

 

 

نوشته شده در سه شنبه 26 بهمن 1395برچسب:,ساعت 8:56 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

 

د تیرې جمعې په ورځ د فبروري د میاشتې په (۰۹) نېټه په کابل کې د هیواد د وتلي شخصیت فیض محمد کاتب هزاره ۸۶ تلین ولمانځل شو، خو د هیواد په ولایتونو، به ځانګړې توګه د هغه په خپل پلرني ولایت غزني کې د هغه یاد له پامه غورځیدلی وو.

د سید محمد مغول زوی، فیص محمد کاتب چې په ۱۲۴۱م لمریز کال کې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په زرسنګ کلي کې زيدلي وو او د ۱۳۰۹م لمریز کال د حوت میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې له دې فاني نړۍ څخه وکوچیده، د هیواد له معتبرو څیرو څخه ګڼل کیږي.

فیض محمدکاتب هزاره، د هزارګي ترڅنګ یې په عربي، اردو، انګلیسي او پښتو ژبو روانې خبرې کولې چې د (تحفته الحدیث) (سراج التواریخ)، (تذکره الانقلاب)، (تاریخ امانیه) او (نژادنامه افغان) ترڅنګ یې یو شمیر اثار موږ ته په میراث کې پرې ایښي دي.

په کابل کې د کاتب په اړه په جوړ شوي سیمینار کې د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې فیض محمد کاتب یو عالم او محقق شخصیت یاد کړ او ويې ویل: د هغه علم او ځیړنه د دې سبب شول چې په تاریخ لیکلو کې ځانګړی بصیرت ولري، ولسمشر اشرف غني ټیګار وکړ چې د فیض محمدکاتب اثار به د ډیرو نسلونو له پاره د مطالعې او استفادې وړ وي.

په دغه غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش غونډې ته د وینا پر مهال فیض محمدکاتب د افغانستان د معاصر تاریخ په لیکلو کې د نویو ادبیاتو بنسټ اېښوودونکی او د دري ژبې ژوندی کوونکی بولي او وايي: د کاتب اثار د افغانستان په تاریخ کې یو دقیق او مستند روایت دی.

یاده دي وي چې فیض محمدکاتب هزاره په داسې حال کې په غزني ولایت کې خپلو کلتوري، فرهنګي او علمي کارونو ته ملا تړلې وه چې په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني او بیا په قره باغ ولسوالۍ کې دا ډول کارونه د نیشت برابر وو.

 

نوشته شده در یک شنبه 24 بهمن 1395برچسب:,ساعت 9:52 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

امنیتي چارواکي وايي: د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په غزني ولایت کې په واوره کې بند سلګونه کسان یې ژغوري دي.

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ امنیه قومندان انجنیرلطف الله کامران وايي: د خپلو امنیتي ځواکونو په مرسته یې د غزني د قرباغ او مقر ولسوالیو ترمنځ په واوره کې بند خواو شا ۶۶۰ کسان ژغورلي دي.

هغه زیاتوي: دغه موټران چې زیاته برخه یې د کندهار له لوري کابل او غزني ته روان وو د غزني د قره باغ او مقر ولسوالیو ترمنځ په واوره کې نښتي وو او د دغه مسافرو ژوند له خطر سره مخ وو.

هغه زیاتوي: دا چې د قره باغ لوري ته واوره هم زیاته وه او د خوړو بند بست یې هم ناممکن وو نو له دې امله مو دغه کسان چې ښځې او ماشومان هم ورسره وو د امنیتي ځواکونو او پوځي رېنجرو، ټانګونو او نورو وسایلو په مرسته بیرته د مقر بازار ته ورسول.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د زیاتو واورو وریدو له امله د ولایت مرکز او اتو ولسوالیو ترمنځ هم مواصلاتي لاره قطع شوې ده او د دغه لارو د بندیدو له امله نن د غزني ولایتي شورا ریس او ځینې غړي چې له مالستان څخه د غزني پر لاره په څو ساعته بند پاته وو.

هیره دي نه وي چې د غزني ولایت امینه قومنداني هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې د واورې د وریدو او د توپاني هوا د راتلو امله له خلګو غوښتي ترڅو د شنبې له مازیګره بیا د یکشبې تر مازیګر پورې له سفر کولو څخه ډډه وکړي. خو داسې راپورونه هم ورکول کیږي چې د غزني د مقر او د زابل د شاجوی ولسوالیو ترمنځ هم ځینې موټران لا هم بند پاته دي چې ډیری کسان په کې سپاره دي.

 

h.taseer@gmail.com

0774425580

 

 

نوشته شده در شنبه 16 بهمن 1395برچسب:,ساعت 19:44 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

صفحه قبل 1 2 3 4 5 ... 9 صفحه بعد

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com