راپور: حبیب الرحمن تاثیر

فبروري 5, 2016

نن د جمعې ورځ د فبروري د میاشتې په پنځمه نېټه د اسټرالیا په مرکز د سډني ښار په مارټین پلس کیستر کې د لراو بر مېشتو پښتو افغانانو د (د پښتنو ټولوژنه بس کړئ) تر شعار لاندې د پاکستان او د دغه هیواد د استخباراتي ادارو د کړنو په خلاف یوه لویه مظاهره وسوه، دغه مظاهره چې د (پښتون ایسوسي ایشن اف اسټرالیا)، (د قانون د حاکمیت تحریک)، (میشن افغانستان) او (لر او بر یو افغان) غورځنګونو لخوا پر لاره اچول سوې وه په کې د پاکستان مرداباد شعارونه ورکړل شول او په اسټرالیا کې د پاکستان قونسلګرۍ ته یې احتجاجي لیک هم ورکړل شو.

په دغه مظاهره کې چې سیار دهسبزي، عبدالهادي هادي، زاهد سباوون، فریدون افغان، ډاکټر عبدالرحمن شینواري ذین الله کاموال، حهانزیب او ځینو نورو ګډونوالو په کې په پښتو او انګلیسي ژبو ویناوې وکړې او ویې ویل: پاکستان چې د نړۍ د ترهګرو اډه ده د پښتنو پر وطن د بې اتفاقۍ او ورور وژنې اور ته لمن وهي، د افغانستان او پښتنو په خلاف د القاعده، داعش او طالبانو ترڅنګ د نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او روزي یې، خو پاکستان د ترهګرۍ ترڅنګ د نشيي توکیو ترټولو لوی تولیدوونکی هیواد دی او دا چې په افغانستان کې هم څومره نشیي توکي کرل کیږي او یا هم قاچاق کېږي تر شاه یې د پاکستان لاس دی. 

ویناوالو پر باچاخان پوهنتون وسله وال برید او په کابل کې وروستۍ بمي چاودنه په سختو ټکو وغندله او دایې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) کار وباره او ویې ویل: پنجاب دي په دې ځان پوهه کړي چې پښتانه اوس د حرکت په حالت کې دي نور یې په دا ډول کړنو له تعلیم او یووالي څخه نه شي راګرځولای او دا چې په پښتونخوا کې له نصاب څخه د پښتو ژبې ایستل او بیا په اسلامیه کالج یونیورسټۍ کې د پښتو څانګې بندول غیر اسلامي، غیر اخلاقي او غیر حقوقي عمل دی، دولت دي له دا ډول کړنو څخه لاس واخلي. 

 دغه مظاهره په داسې حال کې ترسره کې چې په دا وروستیو کې د نړې په ځینو هیوادونو کې د پاکستان په خلاف او د لراوبر پښتنو د یووالي په موخه ځینې مظاهرې او احتجاجونه دوام لري او د نړیوالو پام یې ځان ته اړولای دی او دا چې پاکستاني رسنیو هم د دې خبرې پخلی کوی چې: د لوی افغانستان د جوړېدو هڅې روانې دي.

 

نوشته شده در چهار شنبه 29 دی 1395برچسب:,ساعت 9:59 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

 لیک: حبیب الرحمن تاثیر

 

په کابل او مزار شریف کې د عاشورا پر ماتمي جلوسونو له بریدونو څخه وروسته د هزاره قام ځینې فیسبوکي روشنفکرانو او د هغوی مدني فعالانو په ټولیزه توګه په پښتنو پسې په سوشل میډیا کې سپکې سپورې پیل کړې دي، ترهګر، قاتلان او د افغانانو دوښمنان یې یادوي او هر تروریستي عمل د پښتنو کار ګڼي، چې دا د هغوی خام خیالي او کوتا فکري ګڼل کیږي.

که دغه کار دوی د طالبانو، داعیشیانو او یا نورو وسله والو ډلو کار ګڼي نو په دغه ډلو کې د هرې ژبې او هر مذهب خلګ شتون لري لومړی دا چې دا وخت له سوریې او عراق څخه راغلي د کرایې جنګیالي هزاره ګان په افغانستان کې د جګړې په تیارۍ بوخت دي، نو پښتانه، تاجک، اوزبک او نور افغانان به ټول هزاره وسله وال ګڼي؟ بله دا چې د غزني هزاره ګانو څه موده وړاندې له وسله والو طالبانو سره د یووالي ژمنه وکړه، نو بیا به هم غیر هزاره ټول هزاره ګان وسله وال ګڼي؟ داسې هیڅ نه، بلکې دا ډول پیښې د ځینو نړیوالو او سیمه ییزه استخباراتي کړیو کار ګڼل کېږي.

تېر کال همدغه شپې د غزني ولايت مخور شخصيتونه او څو نورو سرچينو، د دې خبرې پخلی کړی وو چې هزاره ګان د داعش ډلې له ويرې له طالبانو سره مرسته کوي، په راپورونو کې راغلي وو چې: د هزاره توکم خلګ له طالبانو سره د نورو مرسته تر څنګ ان وسلې هم دوی ته ورکړې چې د داعش ډلې مخنيوی وکړي او دا چې د غزني د زندان په ماتولو او د بنديانو په خوشي کولو کې هم هزاره ګانو له طالبانو سره مرسته کړې ده، وجه یې هم دا وه چې: داعش ډله د شيعه مذهبو سخته مخالفه ده او په هر هېواد کې چې دوی شتون لري، مرګ ژوبله يې وراړولې ده.

کلونه وړاندې سعودي عربستان او ایران په پاکستان په ځانګړې توګه د دغه هیواد په پنجاب ایالت کې د دغه هیواد د استخباراتو په ګټه او مرسته د سني او شیعه مذهبونو د منونکیو ترمنځ خپله ګوډاګیزه (نیابتي) جګړه پیل کړه، خو پاکستان او د دغه هیواد استخباراتي ادارو له اوښیارۍ څخه کار واخیست، د ازادۍ د تحریکونو د کمزوري کولو، د پاکستان له ماتیدو څخه د ژغورلو، پښتون او بلوڅ په جګړه کې د ساتلو او د هغوی په وسایلو د خیټې اچلو په موخه یې دغه جګړه په بلوچستان ایالت په ځانګړې توګه په کوټه کې روانه وساتله چې تر اوسه پورې په کې له دواړو لوریو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم چې دا جګړه مستیقما دغه هیوادونه پر مخ نه وړي خو د دغه هیوادونو ګوداګیان او د هغوی تالۍ څټي له هغه وروسته اوس په اسلام اباد کې ځینې شیعه او سني خپل مطلبه او د پردیو ګټو ته ژمن مشران د ایران او سعودي عربستان ترڅنګ د ځینو نورو هیوادونو په سفارتخانو وځي او ننوځي، موخه یې هم پورته ذکر شوی عمل روان ساتل دی، مطلب مې اصلي خبرې ته راتګ دي: څنګه چې افغانستان له تیرو څلوېښتو کالو څخه د نړۍ د ځینو استخباراتي ادارو د پټې او ښکاره، سړې او تودې جګړې میدان ګرځیدلي دی، نو ګومان کیږي چې په افغانستان کې د یو بل جنګ نغری تودیږي، هغه هم د دره نوي فیصده سني او اووه فیصده شیعه مذهبونو د منونکیو ترمنځ چې ملاتړ به یې هم همدغه د مذهبونو میراث خواره هیوادونه ایران او سعودي عربستان کوي، خو د دې ترڅنګ د سیمې نور استخبارات هم په دې کار کې لاس لرلي شي.

هغه هزاره فیسبوکي جنونیات او د هغوی ځینې مدني لېونیان باید په دې ځان پوه او خبر کړي چې په افغانستان کې د قامونو او مذهبونو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهل کیږي، د نړۍ او سیمې ځینې استخباراتي کړۍ غواړي چې دلته د یو بل اور نغری تود کړي او تفرتونه خوارته کړي، تر څو د دوی هر اړخیزې ګټې لکه: قامي سلامتیا، مذهبي میراث خوري او کلتوري تیری پرځای پاته شي، خو د دې ترڅنګ افغان دولت او د دغه دولت استخباراتي ادارې باید اوس له ډیرې اوښیارۍ او سنجدګۍ څخه کار واخلي، ترڅو د پردیو دغه ډول دسیسې ټولې شنډې او له منځه یوسي، ګنې زموار به یې همدغه دولت او د افغانستان ملي امنیت ګڼل کیږي، که نه نو د تیرې شپې د کابل او له هغه وروسته د مزار شریف پېښې به شاوخوا هره ورځ تقراریږی.

Habib Urehman Taseer

 

نوشته شده در چهار شنبه 29 دی 1395برچسب:,ساعت 9:57 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

د غزني ولایت د یوسل پنځلس زره اوسېدونکیو کسانو د ګېرو ولسوالۍ که څه هم چې په ټوله ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېر د هلکانو ښوونځي لري، خو وايي چې د زدکړو په موخه یې د نجونو پرمخ ټولې دروازې تړلې پاته دي، چې دا د هغوی پر حقونو ښکاره تیری ګڼل کیږي.

که څه هم چې د غزنې ترڅنګ په ټول افغانستان کې د دولت وسله وال مخالفین د نجنونو له زدکړو سره اختلاف نه لري، خو په غزني کې د ښوونې او روزنې چارواکي هغوی ته د زدکړو زمنیه نه برابرول د امنیتي ستونځو ترڅنګ د ځان خلاصونې په موخه بېلابېل لاملونه ښیي.

که د افغانستان په اساسي قانون کې د امکان ترحده په افغان ولس باندې زدکړې جبري ښوودل شوې دي، نو د غزني ولایت د ښوونې او روزنې رییس محمد عابد عابد وایي د ګېرو خلګو ورته مراجع نه ده کړې چې ورته د نجونو ښوونځۍ جوړې کړي، دی وايي: موږ څو څو ځله ورته وړاندیز کړی دی، خو د دغه ولسوالۍ خلګ نه غواړي چې لوڼې دي یې لوستې لویې شي.

که عابد عابد د ګېرو ولسوالۍ نیمایي ولس له زدکړو څخه محرومول د خلګو په نه غوښتنه پوري تړي، نو د دغې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې امیر حیات الله بیا د نجونو زدکړې له پامه غورځول د افغان دولت د وسله والو مخالفینو دریځ یادوي او وايي: هغوی ورته اجازه نه ورکوي چې ښوونځۍ ورته جوړې کړي، حیات زیاتوي: په دغه ولسوالۍ کې وسله وال طالبان نه غواړي چې نجونې دي په کې زدکړې وکړي.

دا چې په دغه ولسوالۍ کې د نجینو د ښوونځیو د نه شتون پړه د یو او بل پر غاړه وراچول کیږي، خو عام خلګ وايي: ډیری وخت مو د معارف له چارواکیو څخه غوښتنه کړې ده، خو بېرته ورڅخه ناهیلي تللي دي، د ګېرو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی جمیل الرحمن وایي: ولسوال طالبان په اوسني وخت کې د ښوونې او روزنې په خلاف په هیڅ عمل لاس نه دی پوري کړی، خو د معارف ريئس او د ګېرو ولسوالۍ د معارف امیر په خپله کرپټ خلګ دي نه غواړي چې سیمه دي لوستې شي.

یاده دي وي چې د غزني ولایت د څوارلس پښتني ولسوالیو له جملې څخه د ډیری هغوی نجونې یې د زدکړو له رڼا څخه محرومې او د جهالت په توره شپه کې ژوند کوي، خو د ګېرو ولسوالۍ ده چې سل په سل کې یې نجونې له دغه لومړي حق څخه محرومې پاته دي.

 

 

نوشته شده در چهار شنبه 29 دی 1395برچسب:,ساعت 9:55 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

پاکستاني حکومت په قبايلي سيمو کې له زرو څخه د زیانو تعلیمي او روغیتايي ادارو د بندولو پریکړه کړې ده چې د قبایلي سیمې د ولسي خلګو، سیاسي، مذهبي مشرانو، او په پاکستاني پارلمان کې د قیایلي سیمو د استازیو له سخت غبرګون سره مخ سوې ده.

له فاټا سيکرټريټ څخه د جاري شويو مالوماتو تر مخه: د ريشنلائزيشن ( د کم تعداد) پاليسۍ په اساس ‎به په قبايلي سيمو کې په مجموعي توګه درې سوه دريشت (۳۲۳) روغیتايي مرکزونه او تر اووه سوه زيات تعليمي ادارې بندې کړي.

د سرچینې په هواله چې دا پریکړه تیره ورځ په یوه غونډه کې چارواکیو له صلاح مشورو وروسته کړې ده، چې د قبایلي سیمو ولسي خلګو، سیاسي، مذهبي مشرانو، او په پاکستاني پارلمان کې له قیایلي سیمو استازیو خواښیني ښوودلې ده.

بلې خوا ته د (خيبرپښتونخوا ډائريکټريټ آف کالجز) د زده کوونکیو د کمي له امله حکومت ته په ایالت کې د يوولس کالجونو د بندولو سفارشات کړي دي، په دغه سفارشاتو کې ويل شوي دي چې په کالجونو کې د درې نوي زره زده کوونکیو ګنجایش دی، خو په دې کې تر پنځوس زره هم کم زده کوونکي زده کړې کوي.

خو د قیایلي سیمې ولسي خلګ، ملایان، مدني فعالان، مخورین، سیاسي/ مذهبي مشران او له قایلي سیمو څخه په پاکستانی پارلیمان کې د خلګو استازي وايي حکومت ورسره په هره توګه زیاتی کوي، دوی وايي پاکستان ورسره د ژوند په یوه برخه کې زیاتی کوي، نو دا چې دغه دولت به هیڅ کله د دغه تعلیمي او روغیتايي ادارو بندولو ته پرې نه ژدي.

یاده دي وي چې په خیبرپښتونخوا او قیایلي سیمو کې تر دا وخته د وسله والو له لورې تر زرو زیات ښوونځي په بیلا بیلو پلمو په بمونو الوځول سوي او یا هم سوځول سوي دي، چې سیاسي شنونکي او ملتپال ګوندونه دا کار په پښتني سیمو کې د تعلیمي نظام په کمزورې کولو او پښتانه د جهالت و لورته په بیولو پورې تړي او وايي: دغه وسله وال دغه کار د دولت په ملاتړ کوي.

 

نوشته شده در چهار شنبه 29 دی 1395برچسب:,ساعت 9:51 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر، 

 

په غزني کې د قانون د حاکمیت تحریک او په اسټرالیا کې د مېشن افغانستان له لورې د لوی افغانستان د تحریک چلولو په موخه ګډه وېډیویي غونډه وشوه چې له اسټرالیا څخه سیار ده سبزي، ننګیال، ذین دلزاق او یو شمېر نورو ملګرو، له هالېنډ څخه یوسفزي او له غزني څخه د قانون د حاکمیت تحریک د پالیسیو او اسټراټېجیکو چارو مسوول سیف الله مبارک، د باندیو اړیکو مسوول انعام الله ګوهر، د اړیکو مسوول قدرت الله نرمیوال، د اطلاعاتو او ټولنیزو رسنیو مسوول حبیب الرحمن تاثیر، د عامه اړیکو مسوول جمیل وقار، د سیمه ییزو او پوهنتونونو تر منځ د اړیکو مسوول مجید ژړاند او ځینو نور ملګرو په کې ونډه درلوده او ویناوې یې وکړې.

د لوی افغانستان تحریک اجراییه دغه غونډه په داسې حال کې وشوه چې: د تېرو نورو غونډو په پرمختګونو، اهمیت او ګټو باندې رڼا واچول شوه او د (د قانون د حاکمیت تحریک) په نوم د غورځنګ د جوړولو او پر مخ وړولو باندې خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د افغانستان د عدلیې له وزارت سره خبرې شوې دي او دا چې د قانون د حاکمیت اجراییوي شورا مشر سمیع الله صدیق او د مالي چارو مسوول قاضي محمد امین هم هڅې ګړندۍ کړې دي، که څه هم د افغانستان له اساسي قانون سره سم چې د یو سیاسي ګوند د جوړولو لپاره په شلو ولایتونو کې سیاسي دفترونه او د لسو زرو کسانو راجسټرول شرط دی او دا چې د قانون حاکمیت تحریک لا هم اوس اوس په فعالیتونو لاس پوري کړی دی، نو په دې اړه یاودنه وشوه چې د افغانستان له دولت سره خبرې روانې دي تر څو دغه تحریک په سیاسي ګوند باندې بدل او په سیاسي فعالیتونو لاس پوري کړي.

په غونډه کې ددې خبرې یادونه هم وشوه چې دا وخت د افغانستان، پښتونخوا، بلوچستان او قبایلي سیمې ترڅنګ په اروپا، امریکا، هندوستان، اسټرالیا، روسیه او انګلستان کې د لوی افغانستان تحریک پیل شوی دی چې د نورو هیوادونو ترڅنګ د اسټرالیا هڅې یې د یادولو وړ دي، خو له دې پرته د لوی افغانستان تحریک یو دفتر په پښتونخوا کې هم هڅې پیل کړې دی چې وایي ددغه تحریک له لارې به ماشومانو ته د (پاچا خان ایجوکېشن سیسټم) تر سرلیک لاندې د (نان فارګنس) او تشدد پر ضد زدکړې ورکول کېږي چې ورسره به د لوی افغانستان د تحریک چلولو په اړه هم په کار لاس پوري کړي.

په غونډه کې په دې خبره زور راوړل شو چې د لوی افغانستان تحریک به په هیواد کې د ټولو مېشتو قامونو په وړاندې څرګند دریځ لري، په دې مفهوم چې هلته به د قانون حاکمیت وي او د قانون په وړاندې به د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک بلوڅ او نورو قامونو ترمنځ هیڅ قومي، ژبني او مذهبي توپیر نه کېږي او دا چې د لوی افغانستان تحریک به د ملي ستم په وړاندې په ټینګ اعظم او جرات سره درېږي او مبارزه به کوي، د لوی افغانستان تحریک د مرکزي شورا غړیو په دې هم ټینګار وکړ چې د کارونو د سمون او لا ښه والي په برخه کې په هیواد، پښتونخوا او بلوچستان کې خلګ باید له کمپیوټري او انټرنيټي اسانتیاو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو وکولی شو، خپلې ستونځې په اسانۍ سره حل او هدف ته ورسېږو او دا چې د لوی فغانستان د تحریک د چلولو لپاره به له خلګو سره اړیکې نیول کېږي.

په غونډه کې د نورو خبرو ترڅنګ جمیل وقار وویل: یو څوک غواړي چې په غزني کې د مطالعې د دود د عامولو په موخه عامه کتابتون جوړ کړي چې ښاعلي سیار ده سبزي د دې عمل ستایسنه او د دغه کتابتون لپاره یې د لس (۱۰) عدد کمپیوټرونو ژمنه وکړه چې ګډونوالو یې مننه وکړه، دغه غونډه چې د افغانستان په وخت د مازیګر په څلورو او د اسټرالیا په وخت د شپې په یوولس بجې پیل شوې وه تر ناوخته پورې یې دوام وکړم.

 

نوشته شده در چهار شنبه 29 دی 1395برچسب:,ساعت 9:36 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

له (Only news) څخه په مننې


اوس اوس د پاکستان يو بیلتون غوښتونکي پښتون مبارز ويلي دي چې په پاکستاني پوځ کې پښتنې نجونې د غلامې په توګه کارول کيږي.

 نوموړي اوس اوس له رسنیو سره له دې خطرناک راز څخه پرده پورته کړې او وايي چې په پاکستان کې پښتانه يوازې وحشت اودحشت ته ژوندي دي.

 عمر داوود خټک له رسنیو سره په خبرو کې ويلي دي چې د خيرپښتونخواه ډيری نجونې په پاکستاني پوځ کې د جنسي ځورونې او ترهګرو د استخدام په خاطر کارول کيږي.

د خټک په خبره ډيری نجونې چې د ځينو ستونزو له امله تيښتې ته اړې کيږي پنجاب او لاهور ته بیول کيږي اوهلته په رنډۍ خانو کې د دوی له عايداتو د پاکستان استخباراتي اداره پټې پروژې پر مخ وړي.

 نوموړي دا هم ويلي دي چې ډيری دا نجونې د وتلو پښتنو مشرانو او ځوانان د نوم بدۍ په خاطر هم کارول کيږي چې له ډيرو ځوانانو او مخورو کسانو ويډيويي شیبې هم پاکستاني استخباراتو ثبت کړي دي.

 خټک زياتوي:« په سرحدي سيمو او سوات کې د ترهګرو رامنځ ته کول او بیا يي پر ضد عملیات د پښتنو پر غرور ملنډې وې او پاکستاني پوځ سلګونو پښتنې نجونې لاهور ته بیولي او هلته پرې د خپل جنسي وحشت مستي سړوي.

خټک زیاتوي: ډيرۍ پښتنې چې د پاکستان په دولتي ادارو کې کار کوي په زوره فاحشه ګري ته هڅول کيږي او بیا د دوی له لارې فحاشي د پښتنو کورونو ته ننباسي

 هغه چې د ازاد پښتونستان د آزادۍ لپاره مبارزه کوايي وايي چې پښتانه نور باید پر ځان رحم وکړي او هسې پاکستاني ډول ته د نڅيدو له امله دې خپل غرور، تاريخ او نواميس نه تر پښو لاندې کوي.

 خټک دا خبرې په داسې حال کړي دي چې اوس اوس ډيری پښتانه او پښتون ميشتې سيمې د پاکستاني پوځ د وحشتونو ښکار دي او دا وحشتونه کله د طالب او تروريست په جامه کې وي او کله بیا عملیاتي بڼه لري، پاکستان چې په سيمه کې د شرارت مرکز دی تل په ورته ورانکارو او شرمونکو کړنو کې لاس لري.

خټک ويلي دي چې ددې ټولو خبرو د ثبوت په خاطر پوره اسناد ورسره دي خو دا چې پښتانه يو لوري ته د تروريزم او بل لوري ته د پاکستاني وحشتونو او نسل وژنې ښکار دي هڅه به وکړي ياد اسناد او د پښتنو د نسل وژنې ځينې کره اسناد نړۍ والو محاکمو او ادارو ته په واک کې ورکړي.

 عمرخټک ليکلي دي:(پاکستان د تل په څير زه په دې تورن کړم چې زه هندوایزم ته اوښتی يم خو زه هندو نه بلکه يو پښتون، يو افغان او مسلمان يم يوازنۍ ګناه مې داده چې پاکستان نه منم او د لوی افغانستان د جوړيدو ارماني يم)

دا خبرې په داسې حال کې شوي دي چې لا هم ځينې پښتانه په پاکستان کې د پنجاب په ننګه په داسې حال کې شعارونه ورکوي چې پيغلې يي فحاشي، نارينه يی ترهګرۍ ته هڅول کيږي او پښتو ژبه په ياد هیواد کې په نشت شمار ده او ان په پښتون ميشتو سیمو کې هم په رسمي نصاب کې دې ژبې ته حق نه ورکول کيږي.

 

نوشته شده در سه شنبه 28 دی 1395برچسب:,ساعت 9:19 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

 حبیب الرحمن تاثیر

August 2, 2016

 

ملا صاحب د خټین جومات په مهراب کې په کتاب کړوپ ناست او د اسلام له نظره د ماشومانو د حقونو په مطالعه بوخت وو، سوچ یې کاوه چې څنګه کولای شي د اسلامي دین په رڼا کې خپله (غریب ګله) د خېټې په دوژخ کې لولپه کړي او څنګه کولای شي چې هغه په ارزانه ولور یوه خوله بوټۍ ته واده کړي.

 دا د انګریزي ادبیاتو افسانه نه، دا د عربي فولکلور د لیلا مجنون په رنګه کیسه هم نه، بلکې د افغانستان یوه رښتینې کیسه ده،  هو! د غور د دشت کهر ولسوالۍ د یوه کلي په جومات کې ملا امام  عبدالقادر خپله شپږ کلنه لور (غریب ګله) په یوه وزه، یوه  بوجۍ وریجو، یو څو خرټیو ګوړه او یوه کیلو چایو شپېته کلن عبدالکریم ته واده کړه.

خو کړوپه ملا، شناوۍ ږیره او وچکی نازولی زوم عبدالکریم له دې څخه انکار کوي چې غریب ګله یې په دومره درانه ولور ځان ته نکاح کړې، بلکې وايي د غریب ګلې مور او پلار غریب ګله ورته په نذرانه کې ورکړې.

دا افغانستان دی، دا غور دی، د کابل په پارلمان کې ناست مجاهدین او د مجاهدینو مجاهدین چې د کفري نړۍ په ډالرو ګاټي کوي او یوه نیمه لسیزه وړاندې یې د کور هره شپږ کلنه نجلۍ غریب ګله وه، د دشت کهر د غریب ګلې کیسه یې له سره الوتې ده، په افتخار وايي موږ جهاد کړی موږ مجاهد ملت یو.

 

نوشته شده در دو شنبه 27 دی 1395برچسب:,ساعت 10:5 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

د پېښور انقلاب ورځپاڼه راپور ورکوي چې څو تنو لنډغرو ځوانانو یو ملا امام عمرمعاویه په احتماعي توګه شرمولی او د پېښې له ځایه تښتیدلي دي.

ورځپاڼه د پولیسو له قوله ملا امام خلاف دغه کار غچ بولي او وايي: چې د دغه کار لامل همدا کیدی شي چې ملا امام تر دې وړاندې د ځوانانو د کورنۍ پر یو ماشوم شاګرد جنسي تیری کړی وو.

پولیس وايي، په دغه پېښه باندې هغه وخت خلګ خبر شول چې ملاامام په مسجد کې په چیغو بغارو سر وو، خو کله چې هم د کلي خلګ د پېښې ځای ته راتلل نو ځوانانو دغه اعمال ترسره کړي او تښتیدلي وو.

 

نوشته شده در دو شنبه 27 دی 1395برچسب:,ساعت 10:1 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر  

October 19, 2016

 د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې ماشومان یې له زدهکړو محروم دي او په ښوونځيو کې یې له کلونو راهیسې افغان امنیتي ځواکونو پوستې جوړې کړې دي، خلک له حکومت څخه غواړي، چې د دغه حالت مخه ونيسي او ښوونځي یې بېرته د علم په کورونو بدل کړي.

د غزني ولایت د مرکز په څو کیلومترۍ کې د پرتې واغظ ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي، چې حکومت د ملیونونه افغانیو په لګښت د ولسوالۍ له پاره ودانۍ جوړه کړې، خو تراوسه هم د ولسوالۍ اداري چارې د کلا محمدخان په عالي لېسه کې پر مخ وړل کېږي: (دغه ولسوالي دې حد اقل اوس خپلې ودانۍ ته یوړل شي او خپلې چارې دې هلته ترسره کړي).

څه موده وړاندې د واغظ ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو د همدې ستونزې له کبله د غزني ولایت مقام مخې ته مظاهره هم کړې وه. مظاهره کوونکو تور پورې کاوه، چې له ښوونځیو څخه یې پوځي مرکزونه جوړ شوي، یا زدهکوونکي په کې زدهکړو ته نه پرېښودل کېږي او یا هم د زدهکوونکو تر څنګ پوځي مرکزونه فعالیت لري.

مظاهره کوونکو ویل، چې دولت په قصدي توګه خلک تیارو ته ټېل وهي، ماشومان یې په کنډوالو کې او یا تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي، خو ښوونځي امنيتي ځواکونو ورڅخه قبضه کړي دي.

د کلیو ترڅنګ د غزني د مرکز په یو شمېر سيمو کې هم امنیتي ځواکونه په ښوونځيو کې پوستې لري.
د غزني ښار یو اوسېدونکی ميرویس وايي، په داسې یوه لېسه کې یې زدهکړې کولې، چې پوځيانو په کې کوټه لرله او طالبانو به وخت ناوخت پرې بريدونه کول. نوموړی زیاتوي چې په دغه لېسه کې اوس هم پوځیان پوسته لري: (د نجونو برخه یې ځکه فلج شوه، چې د وسله والو طالبانو د بریدونو له وېرې نجونو او کورنیو یې درسونو ته زړه نه ښه کاوه).

د غزني د پوهنې ريیس محمد عابد عابد بیا کلید ته ویلي، چې له پوځي چارواکو سره غږېدلی، څو دغه ښوونځي پرېږدي.

راپورونه ښيي چې په واغظ ولسوالۍ کې د قلعه محمدخان، په ګېرو ولسوالۍ کې د اسـدالله خــادم، پــه اب بنــد ولسـوالۍ کې د لنــډه خېل، د غزني ښار په حیدراباد کې د لېسه نسوان حیدراباد او لېسه نسوان خاک غریبا او د اندړو په کوټه سنګي خانه بابا کلي کې د متوسطه انصاري ښوونځيــو او لېســو پـــه ګـــډون لسـګونه ښوونځي په پوځي مرکزونو بدل شوي دي.
راپورونه ښيي، چې د قلعه محمد خان لېسه له ۱۳۸۱کال راهیسې د پوځي مرکز په توګه او یو شمېر نور ښوونځي بیا له ۱۳۸۶لمریز کال راهیسې د پوستو په توګه کارول کېږي.

له بل لوري پـه ډېـــری دغــو ودانیــو د حـکومت د وسله والو مخالفينو له لوري وخت ناوخت بريدونه هم کېږي او زیان ور اوړي.
په هغه راپور کې چې د بشري حقونو د څار سازمان د اسد په میاشت کې خپور کړ، له حکومت څخه غوښتل شوي وو، چې په ښوونځیو کې دې د پوستو په جوړولو د زده کوونکو ژوند له خطر سره نه مخامخ کوي. راپور تایید کړې وه، چې حکومتي ځواکونه د جګړو پرمهال له ښوونځیو څخه د پوځي مرکزونو په توګه ګټه پورته کوي.
راپور زیاته کړې وه، چې په ښوونځیو کې د پوځي ډلو او وسلهوالو موجودیت د نجونو تعلیم په ځانګړې توګه له خطر سره مخ کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د استدلال له مخې په افغانستان کې به داسې کمې کورنۍ وموندل شي، چې خپلو نجونو ته په هغو ښوونځیو کې د زده کړې اجازه ورکړي، چې وسله وال په کې ځای پر ځای وي.

 

نوشته شده در یک شنبه 26 دی 1395برچسب:,ساعت 14:58 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

 

افغان دولت د فیسبوک د جعلي اکونټونو په بندولو لاس پوري کوي، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي: دغه وزارت له ملي امنیت سره په ګډه د جعلي او مشکوکو ټولیزو اکنټونو د مخنیوي لپاره کار کوي.

 

دا خبره وروسته له هغه کیږي چې مشرانو جرګې په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتي ادارې (ای ایس ای) د فیسبوک د جعلي اکاونټونو له لارې د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو خبر ورکړ.

 

د مشرانو جرګې د عامه هوساینې د کمېسیون رئیس ټینګار کوي چې: د پاکستان استخباراتي کړۍ په ټولیزو رسنیو کې د جعلي پاڼو په جوړولو سره په افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهي.

 

خو تر دې وړاندې لا هم ځینو سیاسي، قامي او ګوندي مشرانو په افغانستان کې د دغه ډول کار د ترسره کولو په موخه له خلګو غوښتنه کړې وه چې د ټولنیزو رسنیو په دغه ډول راپورونو غوږ و نه ګروي چې پکې د قامونو ترمنځ د جلاوالي سبب جوړیږي.

 

نوشته شده در یک شنبه 26 دی 1395برچسب:,ساعت 9:5 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

صفحه قبل 1 ... 2 3 4 5 6 ... 9 صفحه بعد

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com