د وړکتون کيسې، د ټولنې د ماشوم ترجمانې

قدرمنو لوستونکیو! دغه لیکنه مې د اسدالله بلهار جلالزي پر کتاب: (د وړکتون کيسې) باندې د سریزې په پلمه لیکلې ده، چې اوس یې له تاسو سره هم شریکوم.


لیکونکی: حبیب الرحمن تاثیر 

په پښتو اولسي او شفاهي ادب کې د ټپې، غاړې، انګۍ او نورو شعري اصنافو ترڅنګ د ځانګو سندرې هم هغه خوږ صنف دى چې له پېړيو پېړيو څخه تر موږ پورې خوله په خوله رارسېدلې دي، چې ميندې، خويندې دايي ګانې او نورې کراروونکې يې ځانګو ته ناستې او د ماشوم د کرارولو، ويدولو او روزلو په موخه يې ورته وايي، که څه هم دغه سندرې په هره سيمه کې خپله پخوانۍ بڼه له لاسه ورکوي، خو د هرې سيمې دغې سندرې خپل خوند، رنګ، اهنګ، لى، موسيقي او ترنم لري چې هر ماشوم ورته په کم عقلۍ، ناپوهۍ او نادانۍ کې غوږ غوږ او ورڅخه خوند اخلي.

 که څه هم په اولسي شعري اصنافو کې تر ټولو زيات کار ټپې ته سوى او نور صنفونه په کتابي بڼه چندان نه دي څېړل سوي خو له بده مرغه چې د ځانګو سندرې يو مخ له پامه غورځېدلې دي او هيڅ کار نه دى ورته شوى، که ژوندۍ دي هم نو ميندو له خپلو ماشومانو سره د مينې، محبت او عاطفې په بنياد ژوندۍ ساتلې دي.

 که د ځانګو سندرې او د ماشومانو ادب هم د شفاهي يا فولکلوري ادب برخه ګڼل کېږي خو په افغانستان کې فولکلوريسټانو ورته بېخي لږ کار کړى دى، چې بېخي لږ شمېر يې مخې ته راځي، خو په خير پښتونخوا کې بيا شاعرانو ماشومانو ته څه نا څه سندرې ويلې دي.

 استاد حبيب الله رفيع په يوه مقاله کې ليکي: (د پښتنو اولسي سندرو په اوږده لړۍ كې ډېره زړه كړۍ د ميندو سندرې دي چې د ويدي سندرو په څېر ماشوم هلكانو او نجونو ته د دوى له راتلونكي ژوند سره اړوند درسونه په كې وركول كېږي او د دوى ټولنيز مسؤوليتونه په كې ورښودل كېږي، د همدې لړۍ بله زړه كړۍ د ماشومانو سندرې دي چې د خپلو ميندو له سندرو نه ادبي درس او د ژوند پند اخلي او د چاپېراو طبيعت ساده ارزښتونه په كې رانغاړي او خپلې لوبې او ساتېرى پرې تودوي).

څنګه چې د ماشومانو سندرې ځانګو ته ناستو ميندو په بې فهمۍ کې ويلې وي او يواځې د ماشوم د کرارولو او ويدولو په توګه ويل شوې دي، خو ډاکټر پروېز مهجور وايي: (د پښتو په اولسي شاعرۍ کښې د ماشومانو د سندرو هم يوه ډېره لويه ذخيره پرته ده، د ماشومانو دا سندرې د ماشومانو د تخيلاتو او نفسياتو ښکلې هيندارې وي، دا سندرې علامتي رنګونه لري، د دې سندرو شاته تاريخي پېښې هم د محرک په توګه کار کوي، دا سندرې د ماشومانو د ثقافتي او انساني اخلاقو په زدکړه کې لوى لاس لري، دا سندرې ماشومان د مستقبل دپاره د خپلې معاشرې د يو فعال وګړي په حيث په تيارولو کې لوى کار کوي).

.
 د ځانګو سندرې چې زموږ غوږونه هم ورسره اشنا او کېدى شي په نادانۍ کې مو ورڅخه خوند هم اخيستى وي، له ډېرى هغوى څخه يوه يې هم دا سندره ده چې په پښتني ټولنه کې د هر ماشوم تر غوږ شوې ده او په ژړا ژړا کې ورته غوږ شوى دى:

سندره
الله هو شه الله هو
زما جانانه الله هو
يوه زرې دې ده مور
پلار دې نيشته دې په کور
نه مې مور شته او نه خور
هم صحرا کوم هم کور
الله هو شه الله هو
للۍ للو للۍ للو للۍ للو
ته اوده شه زما ځان
مور دې ستا نه شه قربان
ټول کارونه مې دي وران
شپه او ورځ مې ده په ځان
الله هو شه الله هو
للۍ للو للۍ للو للۍ للو



دا هغه سندره چې: ميندې، خويندې، دايې ګانې او نورې قرارونکې يې ماشومانو ته وايي: خو زه نن داسې سندرې اورم چې مور نه بلکې تر مور زړه سواند پلار ويلې دي، ځانګو ته نه دى ناست، بلکې په خيالي دونيا کې په وړکتون کې له ماشومانو سره ناست دى، ماشومان ويدوي نه، بلکې هغه په فکري توګه راويښوي، ورته خاندې هم نه، بلکې په سترګو کې يې ورته اوښکې راځي، د وړکتون کيسې، اسدالله بلهار جلالزى، د يوې نړيوالې راډيو د راپور په موخه د غزني وړکتون ته تللى، د ماشومانو د ژوند او ستونځو په اړه يې ورسره کيسې کړې او دردېدلى دى، نو دغه يې کيسې منظومې کړې دي.
 هغه دغه کيسې د سرمحقق دوست شينواري، پروفيسر ډاکټر محمد نواز طائر او ډاکټر پروېز مهجور غوندې نه، د سعدالله جان برق په ډول طنزيه هم نه، د زرلښتې حفيظ د مورنۍ مينې په ډول هم نه، د عبدالروف قتيل خوږياڼي او محمد عثمان نژند په شان حماسي ډوله هم نه، د علم ګل سحر د (ستوري) او د ابولخير ځلاند (زه تنکۍ غوټۍ يم) کتابونو د شعرونو په رنګه خو هيڅ نه، د خيبر پښتونخوا د عرب خان عرب او د دغې سيمې د يو بل شاعر په رنګه چې ماشومانو ته به يې د مارغانو په ژبه شعرونه ويل:

ګوګوشتو ګوګوشتو ..................که غوښې خوږې نه واى
ښکاري ولې به ويشتو ............. ګوګوشتو ګوګوشتو

خو بېخي نه، بلکې د ډارمسټيټر په کتاب کې د سيکانو تښتولې پېغلې په رنګه چې خپلو څلورو وروڼو ته د لارې ورښوولو په موخه خپل سيک ماشوم ته سندرې وايي او وروڼو ته لار ورښيي:

ټاټۍ په زنګوټۍ 
دلته مه راځيه غلو
په کوزه لارې مه ځئ 
په بره لاره ورو
دننه دواړه سپي دي 
هغه تړلي په ناړو
ټاټۍ په زنګوټۍ
دلته مه راځيه غلو


که پېغلې خپلو وروڼو ته ځان ورښود چې زه دا يم، نو جلالزى په خپل خواږه انداز، په بېل اسلوب او ځانګړي ډول په منظومه ژبه په ترنم کې د وخت چارواکيو او خلګو ته هغه ډول پوهه ورکوي، هغوى ته ماشومان ورښيي چې دا دي، څنګه ژوند کوي؟، څه ورباندې تېرېږي؟ او څوک سته چې ږغ يې واوري؟.
 د جلالزي دغه منظومې کيسې مې له سره ترپايه ولوستې، په دغه کيسه ييزه شعرونو کې نه دا چې د ماشوم تر ذوق، احساس او غوښتنې پورې محدود دي بلکې داسې مسرې هم په کې شتون لري چې: زلميان، ځوانان او حتى د پاخه عمر خلګ هم ورڅخه خوند، پند او پوهه اخيستلاى شي، په دې خيالي سندرو کې هغه څه هم په پام کې نيول شوي دي چې نړۍ والې رسنۍ يې مراعتوي، د خبريالي له اصولو څخه يې هم سرغړونه نه ده کړې، نه يې مبالغه کړې او نه يې په کار کې له مصلحت څخه کار اخيستى، بلکې په وړکتون کې يو ماشوم ورته حال ورکوي، کټ مټ هغه يې منظومه کړې ده، هيڅ ډار او وېره يې نه ده محسوسه کړې، بلکې په ډاډه زړه يې زموږ په وړاندې ايښې دي، په اوسني وخت کې ډېرى ځوانان موږ او تاسو وينو چې شعري ټولګې چاپوي، خو د ښاغلي جلالزى دغه منظومې کيسې په پښتو ادب کې زما په خيال چې هيچا هم نه يې ويلې، نو له دې امله هم بېخي د ستايلو وړ کار دى، بلهار جلالزي داسې کار ته مخه کړې ده چې د ماخذ په توګه به په دغه برخه کې تر ډېره وخته يواځې د (وړکتون) نوم ليکل کېږي، له دې پرته به دا هم ووايم چې: د اسدالله بلهار جلالزي د وړکتون ځينې خيالي او ځينې حقيقي کيسې چې په منظومه بڼه زموږ اوستاسو مخته پرتې دي، دولتي چارواکيو، د وخت حاکمانو، نوابانو، خانانو، ملکانو، ملايانو، سرمايه دارانو او هغه خلګو ته چې د ماشوم پر حق ځان اچوي دا پوهه ورکوي چې زموږ د افغانستان په ځانګړې توګه د غزني او د غزني ولايت د وروسته پاته ولسواليو د ماشومانو حالت ستونځمن او راتلونکى يې تياره مالومېږي، د اسدالله بلهار جلالزي د لا زياتو برياليتوبونو او د ماشومانو د ښه راتلونکي په هيله.

په درنښت 

 حبیب الرحمن تاثیر

‌By: Habib Urehman Taseer 

h.taseer@gmail.com

 



نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:





نوشته شده در شنبه 7 اسفند 1395برچسب:,ساعت 16:42 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com